۰

لسو ورځو کې به پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ پرانستل شي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۱
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار مرستیال ملا عبدالغني برارد او د لوړو زده کړو وزارت چارواکو خبر ورکړ، چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به ټول دولتي پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ پرانستل شي.
لسو ورځو کې به پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ پرانستل شي
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار مرستیال ملا عبدالغني برارد او د لوړو زده کړو وزارت چارواکو خبر ورکړ، چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به ټول دولتي پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي برادر دغه څرګندونې پرون د دولتي پوهنتونو د استادانو له اتحادیې سره د لیدنې پر مهال وکړې.

ښاغلي برادر زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت به شرعي اصولو ته په پام سره ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیزي.

 ملاعبدالغني برارد ټینګار وکړ، چې دوی په افغانستان کې د لوړو زده کړو دوام او په دې برخه کې د کیفیت لوړولو ته ژمن دي نو له همدې امله هڅه کوي ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیستل شي.

د ده په وینا شرعي اصول به په پوهنتونو کې مراعات کېږي او ټولو ته به د زده کړو زمینه برابرېږي.

په ورته وخت کې د لوړ زده کړو وزارت معین لطف ‌الله خیرخواه په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به په هېواد کې دولتي پوهنتونه خپل درسونه پیل کړي.

د نوموړي په خبره، تر راتلونکو لسو/پنځلسو ورځو پورې به د ګرمسیرو ولایتونو دولتي پوهنتونونه د هغو زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شي چې اخیري سمسترونه یې دي.

 دی وايي، دوی پر یوې طرحې کار پیل کړی دی څو ژر وکولی شي پوهنتونونو ته تازه بریالي شويو محصلینو ته هم د زده کړې بهیر عادي کړي.

خیرخواه ټینګار کړی دی چې له دې وروسته به په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا وي او په یو صنف کې د درس ویلو حق نه لري.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت په راتلونکي پسرلي کې د له شپږم پورته د نجونو د ښوونځیو پرانستو ژمنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي