تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ نړیوال جام: افغانستان پاپوا نیوګني ته ماته ورکړه

29 جدی 1400 ساعت 11:01

تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبډلې په نړیوال جام لوبو کې خپله لومړنۍ لوبه له پاپوا نیوګیني څخه په لوی توپیر وګټله.


تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبډلې په نړیوال جام لوبو کې خپله لومړنۍ لوبه له پاپوا نیوګیني څخه په لوی توپیر وګټله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان لوبډلې پرون سه شنبې د زمري ۲۸ مه له پاپوا نیوګیني سره په ویسټ انډیز کې لوبه درلوده، چې ۲۰۱ منډې یې وکړې.

د افغان لوبډلې مقابل کې پاپوا نیوګیني په ۲۰ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۶۵ منډې وکړې او له افغان لوبډلې یې د ۱۳۵ منډو په توپیر ماته وخوړه.

د یادونې ده، چې افغان لوبډله دویمه لوبه سبا پنشنبې د زمري ۳۰ مه له پاکستان سره ده او بله لوبه یې بیا له زیمبابوې سره ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146935

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146935/

جمهور
  https://www.jomhornews.com