تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبډلې په نړیوال جام لوبو کې خپله لومړنۍ لوبه له پاپوا نیوګیني څخه په لوی توپیر وګټله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان لوبډلې پرون سه شنبې د زمري ۲۸ مه له پاپوا نیوګیني سره په ویسټ انډیز کې لوبه درلوده، چې ۲۰۱ منډې یې وکړې.
د افغان لوبډلې مقابل کې پاپوا نیوګیني په ۲۰ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۶۵ منډې وکړې او له افغان لوبډلې یې د ۱۳۵ منډو په توپیر ماته وخوړه.
د یادونې ده، چې افغان لوبډله دویمه لوبه سبا پنشنبې د زمري ۳۰ مه له پاکستان سره ده او بله لوبه یې بیا له زیمبابوې سره ده.
جمهورخبري آژانس:کابل