۰
مېشل باشلي:

امنیت شورا دې افغانستان کې د بشري حقونو له ناقضینو سره حساب وکړي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۵
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنره د دې سازمان له امنیت شورا غوښتتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړوونکو په تېره له هغو کسانو سره چې د ښځو او ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کوي، حساب کتاب وکړي.
امنیت شورا دې افغانستان کې د بشري حقونو له ناقضینو سره حساب وکړي
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنره د دې سازمان له امنیت شورا غوښتتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړوونکو په تېره له هغو کسانو سره چې د ښځو او ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کوي، حساب کتاب وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن باشلي، دغه څرګندونې پرون سې شنبه د مرغومي ۲۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته وکړې چې د ناروې په بلنه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه.

نوموړې و ویل، چې د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو ته نه پاملرنې، د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی، په داسې حال کې چې دا هېواد له یوه بې ساري بشري بحران سره لاس ګرېوان دی.

دا وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو فعالانې، ژورنالېستانې، مدافع وکیلانې او قاضیانې له پرله پسې ګواښونو وروسته یا له هېواده وتلو ته اړې شوي دي او یا پټې ګرځي.

مېرمن باشلي له امنیت شورا وغوښتل چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د سمون د دفتر یا یوناما په تشکیل کې د بشري حقونو یوه ځواکمنه څانګه رامنځته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي