۰

اروپايي ټولنې د کابو ۳ سوه میلیون ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړې

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۸
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د نژدې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړي دي.
اروپايي ټولنې د کابو ۳ سوه میلیون ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړې
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د نژدې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلې دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د هغو موسسو له لارې وکړي چې په افغانستان کې فعالې دي.

دغه ټولنه د افغانستان د تعلیم د ساتنې، د معیشت د خوندیتوب او عامې روغتیا په ګډون غواړي چې په کور دننه بې ځایه شوېو او کډوالو سره هم مرستې وکړي.

د دې پروژو له ډلې اووه پروژې چې نژدې دوه سوه میلیونه ډالر ارزښت لري د روغتیا، زده کړو او معیشت د ملاتړ لپاره دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف او د ملګرو ملتو د پراختیایي پروګرام 'یو. اېن.ډي.پي'، همدا راز د روغتیا د نړیوال سازمان او د خورړو د نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو.اېف.پي' له لوري به پلې شي.

په عامه ښوونځیو کې د زده کړو د دوام لپاره له ښوونکو سره بیړنۍ مرستې هم په پام کې نیول شوي دي چې دا چارې به یونېسف په ټول افغانستان کې پلې کوي.

د دې پروژې پر بنسټ به شااوخوا یو لک او څلور نوي زره ښوونکو سره به د ژمي په دې سخت حالت کې د دو میاشتو په مخه هره میاشت نژدې نوي ایرو نغدي مرسته وشي.

دغه راز به د زده کړو په برخه کې به له نجونو او هلکانو سره د 'ډبلیو.اېف.پي' له لوري د یونېسف په همکارۍ خواړه چمتو شي او د ثانوي زده کړو د نجونو له کورنیو سره به نغدي مرسته وشي، خو شرط به دا وي چې نجونې ښوونځيو ته حاضرې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي