۰

ناروې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

شنبی ۲ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
ټاکل شوې ناروې د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۳مې تر ۲۵ نېټې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.
ناروې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
ټاکل شوې ناروې د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۳مې تر ۲۵ نېټې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت، په دې ناسته کې د ګډون لپاره یې د اسلامي امارت استازو، د افغانستان مدني ټولنو فعالانو او د نړۍ د هېوادونو استازو ته بلنه ورکړې ده.

د ناروې د پوځ مشر ویلي دا غونډه د رسمیت پېژندنې نه ده بلکې د افغان اړمنو د ستونزو د هوايي لپاره جوړېږي.

ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی په دغه غونډه کې د ګډون په موخه سبا د ناروې پلازمېنې اوسلو ته لاړ شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، یاد پلاوي پرون د دې غونډې په تړاو ناسته هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي