۰

قطر او ترکیه د افغانستان د هوايي ډګرونو په اړه توافق ته نېږدې شوي

شنبی ۲ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۹
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکیې او قطر سره د کابل په ګډون د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په تړاو یوې عمومي هوکړې ته نېږدې شوي دي.
قطر او ترکیه د افغانستان د هوايي ډګرونو په اړه توافق ته نېږدې شوي
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکیې او قطر سره د کابل په ګډون د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په تړاو یوې عمومي هوکړې ته نېږدې شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دې وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي، په دې اړه کابل کې د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د اسلامي امارت، ترکیې او قطر ګډو پلاويو ترمنځ ناستې او بحثونه وشول.

ټاکل شوې چې د کابل په ګډون د افغانستان د پنځه هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته چې ویل کېږي برخلیک ټاکونکې ناسته به وي راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.

په دې ناسته کې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست هوایي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه خبرې کېږي.

په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په ویلي، تېرو دوو ورځو کې د دوی استازو په کابل کې د ترکیې او طالبانو له چارواکو سره پرله پسې خبرې کړي او هوکړه شوې چې د دې خبرو بل پړاو به قطر کې ترسره کېږي.

د دې ترڅنګ رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی و چې یو شمېر ډپلوماټیکو سرچینو، ورته ویلي، ترکیه او قطر د کابل هوایي ډګر د امنیت په تړاو هوکړې ته رسیدلي دي، خو د مالي مسایلو په سر تراوسه هوکړه نه ده شوې او بحثونه جریان لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي