۰
د ناروې د پوځ مشر:

افغانستان له دې وضعیت ایستل د ټولو هېوادونو مسوولیت دی

یکشنبه ۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۹
د ناروې د پوځ مشر جنرال ایریک کریسټوفرسن د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې وایي، له دغه وضعیت څخه د دې هېواد ایستلو د ټولو هېوادونو مسوولیت دی.
افغانستان له دې وضعیت ایستل د ټولو هېوادونو مسوولیت دی
د ناروې د پوځ مشر جنرال ایریک کریسټوفرسن د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې وایي، له دغه وضعیت څخه د دې هېواد ایستلو د ټولو هېوادونو مسوولیت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال کریسټوفرسن ټینګار کړی، چې افغانان هم د نورو په شان د ښه ژوند کولو حق لري او هغوی د دې وړ دي، چې له هره اړخه پرمختللی ژوند ولري.

نوموړي جنرال ویلي،په اسلو کې د افغانستان په اړه ترسره کېدونکې ناستې ته د طالب پلاوي ورتګ د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو مانا نه لري.

بلکې په وینا یې ناورې په دې توګه غواړي ثابته کړي چې دوی افغانانو ته د ښه ژوند چاپیریال برابرول غواړي او په هر حال کې د دوی تر څنګ ولاړ دي.

د ناروې د پوځ مشر ټینګار کړی، چې افغانان اوس په بد وضعیت کې ژوند کوي او له دې وضعیته د افغانستان ایستل خپل او د نورو اغېزمنو هېوادونو مسوولیت بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي