د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر ویلي، دوی د خپل مسوولیت له مخې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي منیر دغه څرګندونې پرون شنبې د سلواغې ۲ مه د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په لیدنه کې کې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې زده کړې د نجونو حق دی او دوی مسوول دي چې هغوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي نه دا چې د بهرنیو فشارونو له امله به هغوی ته ښوونځیو ته د تګ زمینه برابروي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو تمه ده، چې د نوي کابل په پیل سره په ټول هېواد کې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانستل شي.
دغه راز تر هغې وروسته د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او دغه راز د لوړو زړه کړو چارواکو خبر ورکړی و، چې په نېږدې لسو تر پنځلسو ورځو پورې به ټول دولتي پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ خلاص شي.
د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته ټول دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
خو لوړو زده کړو وزارت ویلي چې دا چاره د اقتصادي ستونزو له امله ځنډېدلې ده نه دا چې دوی هغوی ته د زده کړو حق او اجازه نه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل