۰

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له هالنډ څخه دویمه لوبه هم وګټله

دوشنبه ۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
د افغانستان او هالنډ د کرکټ ملي ټیمونو تر منځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه هم افغانستان د ۴۸ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له هالنډ څخه دویمه لوبه هم وګټله
د افغانستان او هالنډ د کرکټ ملي ټیمونو تر منځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه هم افغانستان د ۴۸ منډو په توپیر وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبې چې د تېرې جمعې راهیسې قطر کې پیل شوې پرون یکشنبې د سلواغې ۳ مه د دواړو ټیمونو تر منځ دویمه لوبه هم تر سره شوه.

د لوبې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۳۸ منډو هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز په زړه پورې لوبه وکړه، په ۱۲۷ توپونو یې ۱۰۳ مندې وکړې.

تر څنګ یې کپتان حمشت الله شهیدي هم د لومړۍ ورځې په شان په زړه پورې لوبه وکړه او په ۸۰ توپونو یې ۵۴ منډې وکړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې په لومړي سر کې د هالنډ توپ وهونکو پیل هم ښه و او کپتان یې ایډواریس ۸۶ منډې وکړې خو د هغه تر سوځېدو وروسته نور هالنډي توپ وهونکي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.

افغان توپ اچونو په ۴۸ اور کې د هالنډ ټول لوبغاړي په داسې حال کې، چې ۱۸۹ منډې یې کړې وې وسوځول او دغه لوبه یې د ۴۸ منډو په توپیر ترې وګټله.

په توپ اچونه کې مجیب الرحمن، ۴، فرید ملک ۲، راشد خان او یمن احمدزي یو یو هالنډي لوبغاړی وسوځاوه.

د یادونې ده، چې افغان لوبډلې د دغه لوب لړۍ لومړی لوبه هم د هالنډي لوبډلې څخه په لوی توپیر ګټلې وه او درېیمه یا وروستۍ لوبه یې سبا سه شنبې د سلواغې ۵ مه تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي