۰
حامد کرزی:

زه او عبدالله د واک غوښتونکي نه یو او نه به په دې اړه کوم وړاندیز ومنو

سی شنبه ۵ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۷
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دی او ډاکتر عبدالله عبدالله په نوي حکومت کې د واک غوښتونکي نه دي او نه به هم په دې اړه کوم وړاندیز ومني.
زه او عبدالله د واک غوښتونکي نه یو او نه به په دې اړه کوم وړاندیز ومنو
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دی او ډاکتر عبدالله عبدالله په نوي حکومت کې د واک غوښتونکي نه دي او نه به هم په دې اړه کوم وړاندیز ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له سي ان ان سره په تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې دوی به افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی، چې دوی د یوه پیاوړي افغانستان لپاره هڅې کوي او تمه لري، چې ژر دلته دایمي ثبات او یو پیاوړی ټولشموله حکومت جوړ شي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواک کې دا هم ویلي، چې دوی له نوي حکومت سره کار نه کوي.

هغه زیاته کړې، چې دوی او ډاکتر عبدالله عبدالله نه د واک غوښتونکي دي او نه به په دې اړه کوم وړاندیز ومني، ځکه په وینا یې دوی په کافي اندازه په حکومت کې کار کړی او ښه به وي، چې نویو او موثرو څېرو ته فرصت برابر کړل شي.

ښاغلي کرزي په دې مرکه کې پر دې هم ټینګار کړی، چې دوی په راتلونکي پسرلي کې د ښوونځیو دروازې پرانستې غواړي.

پخواني ولسمشر ویلي، ستره هیله او مهمه غوښتنه یې دا ده چې راتلونکی پسرلی د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي او د افغانانو اولادونه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

حامد کرزی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او تازه یې ژمنه کړې، چې په راتلونکې پسرلي کې به ټول ښوونځي او پوهنتونو د نجونو او هلکانو پر مخ پرانستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي