یونیسف: اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی

5 دلو 1400 ساعت 9:37

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف کابل کې په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیاپالانو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ بللی دی.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف کابل کې په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیاپالانو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یونیسف د ارتباطاتو مسول پراوران مهات چې له دغه روغتونه یې کتنه کړې له ټولو غوښتي، چې افغانستان کې پر خوار ځواکۍ او نورو ناروغیو د اخته ماشومانو د ملاتړ لپاره زیاتې مرستې وکړي.

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، یونېسف اټکل کوي چې له عاجل اقدام پرته به روان کال له یو میلیون زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

مهات زیاته کړې، یونېسف له خپلو هېوادونو، شریکانو او نورو مرستندویانو غواړو چې افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ له هڅو سره یو ځای شي، ځکه په وینا یې دوی مرستې ته اړتیا لري او هغه هم همدا اوس.

دی وایي، له یاد روغتون څخه د کتنې پر مهال یې ولیدل چې روغتیاپالان تر ډېره فشار لاندې وو او میندې خپلو خوارځواکو او پر نورو ناروغیو اخته ماشومانو ته ډېرې اندېښمنې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ملاتړ یوې بلې ادارې سیف دې چلډرن هم په یوه راپور کې خبرداری ورکړي، چې که له افغانستان سره زیاتې مرستې ونه شي نو په دې هېواد کې به شااوخوا ۱۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147112

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147112/

جمهور
  https://www.jomhornews.com