۰

یونیسف: اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی

سی شنبه ۵ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۷
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف کابل کې په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیاپالانو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ بللی دی.
یونیسف: اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف کابل کې په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیاپالانو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یونیسف د ارتباطاتو مسول پراوران مهات چې له دغه روغتونه یې کتنه کړې له ټولو غوښتي، چې افغانستان کې پر خوار ځواکۍ او نورو ناروغیو د اخته ماشومانو د ملاتړ لپاره زیاتې مرستې وکړي.

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، یونېسف اټکل کوي چې له عاجل اقدام پرته به روان کال له یو میلیون زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

مهات زیاته کړې، یونېسف له خپلو هېوادونو، شریکانو او نورو مرستندویانو غواړو چې افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ له هڅو سره یو ځای شي، ځکه په وینا یې دوی مرستې ته اړتیا لري او هغه هم همدا اوس.

دی وایي، له یاد روغتون څخه د کتنې پر مهال یې ولیدل چې روغتیاپالان تر ډېره فشار لاندې وو او میندې خپلو خوارځواکو او پر نورو ناروغیو اخته ماشومانو ته ډېرې اندېښمنې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ملاتړ یوې بلې ادارې سیف دې چلډرن هم په یوه راپور کې خبرداری ورکړي، چې که له افغانستان سره زیاتې مرستې ونه شي نو په دې هېواد کې به شااوخوا ۱۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي