۰

امریکا: د افغانستان څخه د وتلو پرته بله لار نه وه

چهارشنبه ۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پرته بله لار نه درلوده.
امریکا: د افغانستان څخه د وتلو پرته بله لار نه وه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پرته بله لار نه درلوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه له تېرې ادارې دوی ته په میراث پاتې وه او دوی یوازې یو بل انتخاب لاره چې هغه اوږد مهاله جګړه وه.

بلېنکن زیاته کړې، چې له دغه افغانستان څخه د ځواکونو وتل په ګټه و ځکه بل انتخاب جګړه وه او جګړه یې ځکه نه غوښته چې نور هېڅ امریکایي د دې ناپایه جګړې دوام نه غوښت.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که چېرې دوی په افغانستان کې پاتې شوي وای نو مجبور و ډېر سرتېري یې دغه هېواد ته استولي وای.

د یادونې ده چې د بایډن اداره له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو برخه کې تر سختو نیوکو لاندې ده او ډېری امریکایي پخواني او اوسني پوځي او سیاسي چارواکي وایي چې بایډن په دې کار سره په سیمه کې خپل رقیبان زړه ور کړل خو بایډن په وار وار د خپلې پرېکړه دفاع کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي