کابل کې د ټاپ پروژې پر حقوقي او تخنیکي چارو خبرې پیل شوې

6 دلو 1400 ساعت 8:18

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، د برېښنا رسونې د نویو پروژو په تړاو د برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت پلاوي ترمنځ درې ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.


د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، د برېښنا رسونې د نویو پروژو په تړاو د برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت پلاوي ترمنځ درې ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د برېښنا ریاست ویلي، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو پلاوی د برېښنا رسونې د نویو پروژو په ځانګړي ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپ پروژې د حقوقي او تخنیکي چارو د چټکتیا په موخه کابل ته راغلی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د انرژي د نړیوالو پروژو رییس مراد ارتیکوف ټینګار کړی چې له برېښنا شرکت سره په همغږۍ به د نورالجهاد سب سټېشن، ټاپ او اندخوی – کابل د انتقالي مزي چارې هم پرمخ یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147141

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147141/

جمهور
  https://www.jomhornews.com