۰

کابل کې د ټاپ پروژې پر حقوقي او تخنیکي چارو خبرې پیل شوې

چهارشنبه ۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۸
د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، د برېښنا رسونې د نویو پروژو په تړاو د برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت پلاوي ترمنځ درې ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.
کابل کې د ټاپ پروژې پر حقوقي او تخنیکي چارو خبرې پیل شوې
د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، د برېښنا رسونې د نویو پروژو په تړاو د برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت پلاوي ترمنځ درې ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېښنا ریاست ویلي، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو پلاوی د برېښنا رسونې د نویو پروژو په ځانګړي ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپ پروژې د حقوقي او تخنیکي چارو د چټکتیا په موخه کابل ته راغلی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د انرژي د نړیوالو پروژو رییس مراد ارتیکوف ټینګار کړی چې له برېښنا شرکت سره په همغږۍ به د نورالجهاد سب سټېشن، ټاپ او اندخوی – کابل د انتقالي مزي چارې هم پرمخ یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي