ناروې: طالبانو ته مو غوښتنې واضح وې، پایلو ته یې په تمه یو

6 دلو 1400 ساعت 8:34

ناروې وایي، د اسلو په درې ورځنۍ غونډه کې یې له نوي افغان حکومت سره یې خپلې غوښتنې په واضح توګه شریکې کړې دي.


ناروې وایي، د اسلو په درې ورځنۍ غونډه کې یې له نوي افغان حکومت سره یې خپلې غوښتنې په واضح توګه شریکې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې آنیکن هویتلفد تر دې ناستې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه وو او په دې غونډه کې پر اړینو مسایلو خبرې شوې دي.

مېرمن هویلتفد زیاته کړې، چې ناسته کې د بشري حقونو رعایت، نجونو ته د زده کړو زمینه برابرول، د کار اجازه ورکول، د ټولشموله حکومت جوړول او د بشردوستانه مرستو لپاره پر زمینه برابرولو خبرې شوې دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړي، چې غونډه کې طالبانو ته د نړیوالو خبرې واضح وې، خو پایلو ته به یې په تمه وي.

د یادونې ده، چې ټاکل شوې د ناروې د غونډې په دوام نن ماښام مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه غونډه ولري چې ددغه شورا غړي به پر ګڼو مهمو مسایلو خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com