ناروې وایي، د اسلو په درې ورځنۍ غونډه کې یې له نوي افغان حکومت سره یې خپلې غوښتنې په واضح توګه شریکې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې آنیکن هویتلفد تر دې ناستې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه وو او په دې غونډه کې پر اړینو مسایلو خبرې شوې دي.
مېرمن هویلتفد زیاته کړې، چې ناسته کې د بشري حقونو رعایت، نجونو ته د زده کړو زمینه برابرول، د کار اجازه ورکول، د ټولشموله حکومت جوړول او د بشردوستانه مرستو لپاره پر زمینه برابرولو خبرې شوې دي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړي، چې غونډه کې طالبانو ته د نړیوالو خبرې واضح وې، خو پایلو ته به یې په تمه وي.
د یادونې ده، چې ټاکل شوې د ناروې د غونډې په دوام نن ماښام مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه غونډه ولري چې ددغه شورا غړي به پر ګڼو مهمو مسایلو خبرې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل