۰

کابل کې د امارت په ملاتړ د ښځو لاریون: د افغانستان شتمنۍ باید آزادې شي

پنجشنبه ۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۱
کابل کې ګڼ شمېر مېرمنو د افغانستان د اسلامي امارت په ملاتړ لاریون وکړ او له امریکا او نړیوالو یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.
کابل کې د امارت په ملاتړ د ښځو لاریون: د افغانستان شتمنۍ باید آزادې شي
کابل کې ګڼ شمېر مېرمنو د افغانستان د اسلامي امارت په ملاتړ لاریون وکړ او له امریکا او نړیوالو یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مېرمنو پر افغانستان د امریکا اقتصادي فشارونه او بندیزونه پر کلکه وغندل او دا یې ښکاره ظلم وباله.

لاریون کوونکو مېرمنو پر امریکا او د نړۍ پر نورو هېوادونو غږ کړی دی چې د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي.

هغوی د امریکا له لوري د افغانستان د شاوخوا لس میلیارده مالي شتمنۍ کنګل کېدل له افغانانو سره د امریکا ښکاره دښمني بللې ده او غوښتنه یې کړې ده چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین د مخنیوي په موخه هر څه ژر باید دا پیسې ازادې کړل شي.

دوی پر ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی دی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې له مداخلې په کلکه ډډه وکړي او د ګاونډیتوب اصولو ته په پام دې د دوه اړخیز درناوي په رڼا کې له نوي سرپرست حکومت سره اړیکې جوړې کړي.

دغه راز دوی پر هغه افغان مېرمنو هم توندې نیوکې وکړې، چې د اسلامي حجاب پر ځای پر غربي حجاب ټینګار کوي او ویې ویل، چې دا ډول مېرمنې د افغانستان د مېرمنو استازیتوب نه شي کولۍ.

لاریون کوونکو مېرمنو ویل چې دوی حجاب د اسلام په خاطر مراعت کوي، نه د طالبانو په خاطر او طالبانو پر زور دا کار نه دی پرې کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي