۰

سراج الدین حقاني امریکا ته د ګواښ کولو راپور په کلکه رد کړ

پنجشنبه ۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۱
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې امریکا ته یې ګواښ کړی دی.
سراج الدین حقاني امریکا ته د ګواښ کولو راپور په کلکه رد کړ
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې امریکا ته یې ګواښ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني له الجزیرې تلوېزیون سره د افغانستان پر وضعیت او د اسلامي امارت د حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع په اړه مرکه کړې وه.

تر دغه مرکې وروسته ځینو رسنیو راپور ورکړ، چې سراج الدین حقاني د دوی د حکومت د نه رسمیت پېژندنې په صورت کې ویلي، چې که امریکا دوی په رسمیت ونه پېژني نو ځان ته به ګواښونه پېښ کړي یا به یې هم پر وړاندې ګواښونه دوام ولري.

خو د کورنیو چارو وزات د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي«متاسفانه د هغې مرکې په استناد ځينو رسنیو غلط راپور خپور کړی چې ګنې که اسلامي امارت په رسمیت ونه پيژندل شي دوی به امریکا ته ګواښ پيښ کړي.»

اعلامیه کې ویل شوي‏د کورنیو چارو د وزیر په مرکه کې د نړيوالې ټولنې او امریکا لپاره هيڅ ګواښونکې کلمه نه ده کارول شوې.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د طالبانو حکومت د دوحې تړون ته بشپړ ژمن دی او د افغانستان خاوره به د هېچا په ضد نه کارول کيږي.
طالبانو له رسنیو غوښتي، چې ریښتیني ژورنالیزم ته ژمن واوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي