۰

امریکا او اروپا: نوي حکومت ته یوازې افغانان مشروعیت ورکولی شي

پنجشنبه ۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۳
د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې ویلي، چې افغانستان کې نوي حکومت ته یوازې افغانان مشروعیت ورکولی شي.
امریکا او اروپا: نوي حکومت ته یوازې افغانان مشروعیت ورکولی شي
د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې ویلي، چې افغانستان کې نوي حکومت ته یوازې افغانان مشروعیت ورکولی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا او اروپايي ټولنې تر غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړي، چې دوی په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت او دایمي ثبات غوښتونکي دي.

اعلامیه کې ویل شوی، د اوسلو غونډه د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده او په خبره یې نوی حکومت یوازې د افغانانو له لوري مشروعیت خپلولی شي.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډه اعلامیه کې زیاته شوې، چې دوی د بشري حقونو پر رعایت، د ښوونځیو پر خلاصېدو او بشري مرستو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

اعلامیه وايي، په دې غونډه کې د امریکا، اروپايي ټولنې، فرانسې، ناروې، ایټالیا او برېټانیا استازو ګډون کړی و او د یادو مسایلو په اړه ټول یوه خوله دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي