۱

فایق: د مخکنیو فاسدو چارواکو شتمني باید مصادره شي

پنجشنبه ۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۷
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي، چې باید د مخکنیو فاسدو افغان چارواکو شتمنۍ مصادره شي.
فایق: د مخکنیو فاسدو چارواکو شتمني باید مصادره شي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي، چې باید د مخکنیو فاسدو افغان چارواکو شتمنۍ مصادره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نصیر احمد فایق چې د ملګرو متلونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې یې خبرې کولې ویلي، ملګري ملتونه دې د هغو پخوانیو افغان چارواکو شتمنۍ مصادره کړي چې د نړیوالو د مرستو په برخه کې په اختلاس تورن دي او فساد یې کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د یادو کسانو بانکي حسابونه دې وتړل شي او شتمنۍ یې دې د افغانستان بانکي حسابونو ته ولېږدول شي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته لرله، چې په هغه کې یې پر بشردوستانه مرستو او له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو پر نوو لارو چارو خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي