روسیه:

د امریکا له لاسه افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شو

9 دلو 1400 ساعت 8:29

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف وايي، د امریکا له لاسه افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شو.


د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف وايي، د امریکا له لاسه افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مدودوف ویلي، چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکېله سترګې پټې کړې وې.
 
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د امریکا له راتګ سره د نشه يي توکو کارو بار او کرکېله ډېره شوه.

مدودوف وایي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکېله او کاروبار کې څلوېښت سلنه ډېروالی راغی چې د دې هر څه لامل د امریکا بې پروايي وه.

مدودوف زیاتوي، روسیه لا هم په سیمه کې د نشه یي توکو کاروبار ته د خطر په سترګه ګوري او تمه لري چې ددغه پدیدې پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147217

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147217/

جمهور
  https://www.jomhornews.com