د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف وايي، د امریکا له لاسه افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مدودوف ویلي، چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکېله سترګې پټې کړې وې.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د امریکا له راتګ سره د نشه يي توکو کارو بار او کرکېله ډېره شوه.
مدودوف وایي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکېله او کاروبار کې څلوېښت سلنه ډېروالی راغی چې د دې هر څه لامل د امریکا بې پروايي وه.
مدودوف زیاتوي، روسیه لا هم په سیمه کې د نشه یي توکو کاروبار ته د خطر په سترګه ګوري او تمه لري چې ددغه پدیدې پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل