امریکايي قاضي بایډن ته!

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه پرېکړه وکړه

9 دلو 1400 ساعت 8:33

د امریکا یوې محکمې د ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور وخت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي.


د امریکا یوې محکمې د ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور وخت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د راپورونو له مخې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د فبروري تر ۱۱مې پورې وخت ورکړی، څو د افغانستان د شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري.

تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون سپارلې وای.

د افغانستان بانک دا مالي شتمني د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د نیویارک په فدرال بانک کې کنګل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147218

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147218/

جمهور
  https://www.jomhornews.com