د امریکا یوې محکمې د ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور وخت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د راپورونو له مخې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د فبروري تر ۱۱مې پورې وخت ورکړی، څو د افغانستان د شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري.
تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون سپارلې وای.
د افغانستان بانک دا مالي شتمني د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د نیویارک په فدرال بانک کې کنګل شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل