افغان محصلین:امریکا دې تحصیلي بهیر او سیاست نه سره ګډوي

11 دلو 1400 ساعت 8:22

تر سلو ډېرو هغو ځوانانانو چې د فولبرایټ د بورسیو لپاره انتخاب شوي وو، د امریکا وروستی اقدام غندلی او له دغه هېواد یې غوښتي چې تحصیلي بهیر او سیاست دې نه سره ګډوي.


تر سلو ډېرو هغو ځوانانانو چې د فولبرایټ د بورسیو لپاره انتخاب شوي وو، د امریکا وروستی اقدام غندلی او له دغه هېواد یې غوښتي چې تحصیلي بهیر او سیاست دې نه سره ګډوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی وایي، زیار یې ایستلی او له سختو ازموینو وروسته دې بورسیو ته بریالي شوي، نو له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په کار ده چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

دا په اسې حال کې ده، چې پرون یکشنبې د سلواغې ۹ مه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونسیف هم له امریکا غوښتي وو چې له افغان ځوانانو دې د زده کړو فرصت نه اخلي.

فولبرایټ د امریکا مهم تحصیلي بورسونه دي، چې هر کال ورته سلګونه کسان ازموینه ورکوي چې بیا محدود شمېر ځوانان د سختو ازموینو تر تېرولو وروسته د امریکا په معتبرو پوهنتونو کې د زده کړو چانس ترلاسه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147298

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147298/

جمهور
  https://www.jomhornews.com