۰

افغان محصلین:امریکا دې تحصیلي بهیر او سیاست نه سره ګډوي

دوشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۲
تر سلو ډېرو هغو ځوانانانو چې د فولبرایټ د بورسیو لپاره انتخاب شوي وو، د امریکا وروستی اقدام غندلی او له دغه هېواد یې غوښتي چې تحصیلي بهیر او سیاست دې نه سره ګډوي.
افغان محصلین:امریکا دې تحصیلي بهیر او سیاست نه سره ګډوي
تر سلو ډېرو هغو ځوانانانو چې د فولبرایټ د بورسیو لپاره انتخاب شوي وو، د امریکا وروستی اقدام غندلی او له دغه هېواد یې غوښتي چې تحصیلي بهیر او سیاست دې نه سره ګډوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی وایي، زیار یې ایستلی او له سختو ازموینو وروسته دې بورسیو ته بریالي شوي، نو له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په کار ده چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

دا په اسې حال کې ده، چې پرون یکشنبې د سلواغې ۹ مه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونسیف هم له امریکا غوښتي وو چې له افغان ځوانانو دې د زده کړو فرصت نه اخلي.

فولبرایټ د امریکا مهم تحصیلي بورسونه دي، چې هر کال ورته سلګونه کسان ازموینه ورکوي چې بیا محدود شمېر ځوانان د سختو ازموینو تر تېرولو وروسته د امریکا په معتبرو پوهنتونو کې د زده کړو چانس ترلاسه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي