کندوز کې یو تن خپله مېرمن او خسر وژلي دي

11 دلو 1400 ساعت 11:09

ځايي سرچینې وایي، کندوز ولایت کې یو کس خپله مېرمن او خسر د کورنیو ستونزو له امله په ډزو وژلي دي.


ځايي سرچینې وایي، کندوز ولایت کې یو کس خپله مېرمن او خسر د کورنیو ستونزو له امله په ډزو وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شنبې د سلواغې ۹ مه د کندوز ښار د ابراهیم خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندوز امنیه قومانداني هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې ابراهیم خېلو سیمه کې د تاج الدین په نوم یو کس خپله مېرمن او د هغې پلاز په ډزو وژلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او تر څېړنې لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 147319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com