۰

کندوز کې یو تن خپله مېرمن او خسر وژلي دي

دوشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۹
ځايي سرچینې وایي، کندوز ولایت کې یو کس خپله مېرمن او خسر د کورنیو ستونزو له امله په ډزو وژلي دي.
کندوز کې یو تن خپله مېرمن او خسر وژلي دي
ځايي سرچینې وایي، کندوز ولایت کې یو کس خپله مېرمن او خسر د کورنیو ستونزو له امله په ډزو وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شنبې د سلواغې ۹ مه د کندوز ښار د ابراهیم خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندوز امنیه قومانداني هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې ابراهیم خېلو سیمه کې د تاج الدین په نوم یو کس خپله مېرمن او د هغې پلاز په ډزو وژلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او تر څېړنې لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي