د ترویکا راتلونکې غونده کابل کې جوړېږي

12 دلو 1400 ساعت 9:46

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، چې د ترویکا راتلونکې غونډه په کابل کې جوړه شي.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، چې د ترویکا راتلونکې غونډه په کابل کې جوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف د غونډې جوړېدو کره نېټه نه ده په کوته کړې، خو وايي د روانې میلادي میاشت تر پای پورې به جوړه شي.

د یادونې ده، چې ترویکا د روسیې له لوري د افغانستان په اړه د غونډو رامنځ ته شوی فلټفارم دی چې په هغه کې ګڼ هېوادونه غړیتوب لري.

په دې غونډو کې تر ډېره د ایران، مرکزي اسیا، پاکستان، امریکا او ځینو نورو هېوادونو استازي ګډون کوي او موخه یې دا ده چې په افغانستان کې دایمي ثبات رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147348

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147348/

جمهور
  https://www.jomhornews.com