۰

د ترویکا راتلونکې غونده کابل کې جوړېږي

سی شنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، چې د ترویکا راتلونکې غونډه په کابل کې جوړه شي.
د ترویکا راتلونکې غونده کابل کې جوړېږي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، چې د ترویکا راتلونکې غونډه په کابل کې جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف د غونډې جوړېدو کره نېټه نه ده په کوته کړې، خو وايي د روانې میلادي میاشت تر پای پورې به جوړه شي.

د یادونې ده، چې ترویکا د روسیې له لوري د افغانستان په اړه د غونډو رامنځ ته شوی فلټفارم دی چې په هغه کې ګڼ هېوادونه غړیتوب لري.

په دې غونډو کې تر ډېره د ایران، مرکزي اسیا، پاکستان، امریکا او ځینو نورو هېوادونو استازي ګډون کوي او موخه یې دا ده چې په افغانستان کې دایمي ثبات رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي