د سالنګونو لار بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

14 دلو 1400 ساعت 8:47

د سالنګونو د ساتنې مسوولین وایي، د سالنګونو لویه لار د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.


د سالنګونو د ساتنې مسوولین وایي، د سالنګونو لویه لار د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دوی په وینا په شمالي او جنوبي سالنګ کې د واورې ورښت او توپان زور اخیستی.

سرچینه زیاتوي، له تېرې شپې راهیسې دغه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د چارواکو په خبره دوی د مالي او ځاني تلفاتو د مخنیوي لپاره لاره تړلې ده له همدې امله له مسافرو غواړي چې تر راتلونکې اطلاع پورې له تګ راتګ ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هوا پېژندي ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 147426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com