د سالنګونو د ساتنې مسوولین وایي، د سالنګونو لویه لار د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دوی په وینا په شمالي او جنوبي سالنګ کې د واورې ورښت او توپان زور اخیستی.
سرچینه زیاتوي، له تېرې شپې راهیسې دغه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د چارواکو په خبره دوی د مالي او ځاني تلفاتو د مخنیوي لپاره لاره تړلې ده له همدې امله له مسافرو غواړي چې تر راتلونکې اطلاع پورې له تګ راتګ ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هوا پېژندي ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل