د سوداګرۍ خونه:

هټیوال دې د نرخونو په کنټرول کې له خلکو سره همکاري وکړي

16 دلو 1400 ساعت 13:12

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټولو سوداګرو او هټیوالو ته خبر ورکړی، چې د خوراکي او یو شمېر نورو اړینو توکو د نرخونو په کنټرول کې له خلکو سره همکاري وکړي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټولو سوداګرو او هټیوالو ته خبر ورکړی، چې د خوراکي او یو شمېر نورو اړینو توکو د نرخونو په کنټرول کې له خلکو سره همکاري وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېرو څو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې پورته شوی او دغه چاره باید په د توکو پر بیو مستقیم اغېز وکړي.

په خبرپاڼه کې د سوداګرۍ خونې چارواکو له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي ستونزو او ژمي سړې هوا ته په کتو دې د خوراکي توکو د بیو برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په داسې حال دا خبرپاڼه خپروي چې له دې وړاندې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعاړو د لوړېدو سره د خوراکي او سونګ توکو بیې هم په بې کچې ډول پورته تللي.

خو اوس چې د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې پورته شوی نو د خوراکي او نورو توکو بیو کې چندان تغیر نه دی راغلی او پر همغه پخواني نرخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147484

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147484/

جمهور
  https://www.jomhornews.com