د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټولو سوداګرو او هټیوالو ته خبر ورکړی، چې د خوراکي او یو شمېر نورو اړینو توکو د نرخونو په کنټرول کې له خلکو سره همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېرو څو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې پورته شوی او دغه چاره باید په د توکو پر بیو مستقیم اغېز وکړي.
په خبرپاڼه کې د سوداګرۍ خونې چارواکو له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي ستونزو او ژمي سړې هوا ته په کتو دې د خوراکي توکو د بیو برخه کې لازمه همکاري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په داسې حال دا خبرپاڼه خپروي چې له دې وړاندې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعاړو د لوړېدو سره د خوراکي او سونګ توکو بیې هم په بې کچې ډول پورته تللي.
خو اوس چې د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې پورته شوی نو د خوراکي او نورو توکو بیو کې چندان تغیر نه دی راغلی او پر همغه پخواني نرخ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل