واشنګټن کې افغان سفارت یوازې قونسلي چارې مخ ته وي

19 دلو 1400 ساعت 8:11

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت کارکوونکي وايي، دوی یوازې قونسلي چارې مخ ته وړي.


په واشنګټن کې د افغانستان سفارت کارکوونکي وايي، دوی یوازې قونسلي چارې مخ ته وړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کارکوونکو ویلي، له پنځو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي تر لاسه کړي او په ملګرو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د دفتر په شمول ټولې برخې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د سفارت د کارکوونکو په وینا دمګړی نوي پاسپورتونه نه لري، خو یوازې پخواني پاسپورتونه تمدیدولی شي او قونسولي چارې مخ ته وړي.

ديپلوماتان وايي چې په بانکونو کې د دوی شتمني د امریکا د حکومت له لوري کنګل شوې ده او خپلو مالي حساباتو ته هېڅ ډول لاسرسی نه لري.

تر دې وړاندې بیا داسې راپورونه  هم خپاره شوي وو، چې ښايي امریکا په واشنګټن کې افغان سفارت وتړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147585

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147585/

جمهور
  https://www.jomhornews.com