۰

واشنګټن کې افغان سفارت یوازې قونسلي چارې مخ ته وي

سی شنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۱
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت کارکوونکي وايي، دوی یوازې قونسلي چارې مخ ته وړي.
واشنګټن کې افغان سفارت یوازې قونسلي چارې مخ ته وي
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت کارکوونکي وايي، دوی یوازې قونسلي چارې مخ ته وړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کارکوونکو ویلي، له پنځو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي تر لاسه کړي او په ملګرو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د دفتر په شمول ټولې برخې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د سفارت د کارکوونکو په وینا دمګړی نوي پاسپورتونه نه لري، خو یوازې پخواني پاسپورتونه تمدیدولی شي او قونسولي چارې مخ ته وړي.

ديپلوماتان وايي چې په بانکونو کې د دوی شتمني د امریکا د حکومت له لوري کنګل شوې ده او خپلو مالي حساباتو ته هېڅ ډول لاسرسی نه لري.

تر دې وړاندې بیا داسې راپورونه  هم خپاره شوي وو، چې ښايي امریکا په واشنګټن کې افغان سفارت وتړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي