چین کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

19 دلو 1400 ساعت 8:26

راپورونه وايي، د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي.


راپورونه وايي، د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بهرنیو رسنیو ویلي، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه په بیجینګ کې جوړه شي او چین به یې کوربه توب کوي.

په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او روانو چارو خبرې کېږي.

د دې لړۍ مخکینۍ غونډه په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

د افغانستان په تړاو په دې غونډه کې به د روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې له افغانستان به هم کوم پلاوی دې غونډې ته وبلل شي کنه، خو په مخکینۍ غونډه کې یې له افغانستان څوک نه وو بلل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147589

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147589/

جمهور
  https://www.jomhornews.com