۰

چین کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

سی شنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۶
راپورونه وايي، د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي.
چین کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي
راپورونه وايي، د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو رسنیو ویلي، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه په بیجینګ کې جوړه شي او چین به یې کوربه توب کوي.

په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او روانو چارو خبرې کېږي.

د دې لړۍ مخکینۍ غونډه په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

د افغانستان په تړاو په دې غونډه کې به د روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې له افغانستان به هم کوم پلاوی دې غونډې ته وبلل شي کنه، خو په مخکینۍ غونډه کې یې له افغانستان څوک نه وو بلل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي