روسیه: ښايي طالبان د ترهګرو له لېست څخه وباسو

21 دلو 1400 ساعت 12:59

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف مسکو، ښايي طالبان د خپل هېواد د ترهګرو له لېست وباسي.


د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف مسکو، ښايي طالبان د خپل هېواد د ترهګرو له لېست وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف له یوې روسي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، د دې احتمال شته چې روسیه طالبان د خپل هېواد د ترهګرو ډلو له لېست وباسي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس د دې پرېکړې وخت راغلی دی، خو وروستی تصمیم د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین نیولی شي.

کابلوف تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې له افغانستان او د نوي حکومت له چارواکو سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي، چې له دغه هېواد سره د رسمیت پېژندلو په برخه کې همکاري وکړي.

خو په وینا یې  تر هر څه وړاندې باید د بشري حقونو او ښځینه وو د حقونو په تړاو د نړیوالې ټولنې شرطونه ومنل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147694

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147694/

جمهور
  https://www.jomhornews.com