۰

روسیه: ښايي طالبان د ترهګرو له لېست څخه وباسو

پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۹
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف مسکو، ښايي طالبان د خپل هېواد د ترهګرو له لېست وباسي.
روسیه: ښايي طالبان د ترهګرو له لېست څخه وباسو
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف مسکو، ښايي طالبان د خپل هېواد د ترهګرو له لېست وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف له یوې روسي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، د دې احتمال شته چې روسیه طالبان د خپل هېواد د ترهګرو ډلو له لېست وباسي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس د دې پرېکړې وخت راغلی دی، خو وروستی تصمیم د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین نیولی شي.

کابلوف تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې له افغانستان او د نوي حکومت له چارواکو سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي، چې له دغه هېواد سره د رسمیت پېژندلو په برخه کې همکاري وکړي.

خو په وینا یې  تر هر څه وړاندې باید د بشري حقونو او ښځینه وو د حقونو په تړاو د نړیوالې ټولنې شرطونه ومنل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي