۰

نور احمد لکڼوال د IPL کرکټ لوبو تر ټولو کمکی افغان لوبغاړی

یکشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۷
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو څخه د ټیټ عمر د لوبډلې لوبغاړی نور احمد لکڼوال د لومړي ځل لپاره د هند د غوره لیګ (IPL) د سیالیو لپاره واخسیتل شو.
نور احمد لکڼوال د IPL کرکټ لوبو تر ټولو کمکی افغان لوبغاړی
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو څخه د ټیټ عمر د لوبډلې لوبغاړی نور احمد لکڼوال د لومړي ځل لپاره د هند د غوره لیګ (IPL) د سیالیو لپاره واخسیتل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لکڼوال د هند د تجارتي کرکټ سیالیو تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی.

نوموړی، چې اوس د پاکستان په تجارتي سیالیو کې لوبېږي، پرون شنبې د سلواغې ۲۳ مه  په ۳۰ لکو هندي کلدارو د احمد آباد لوبډلې واخیست.

لکڼوال تر دې وړاندې د اسټرالیا ، سریلانکا او پاکستان په تجارتي سیالیو کې هم لوبې کړي.

دا لوبډله چې د آی پي ایل په سالیو کې یې دا لومړی ځل دی چې ګډون کوي، په سیالیو کې یې نوم (Gujrat Titans) دی.

د افغانستان بل ورو توپ اچونکی راشد خان هم پدې همدې لوبډلې کې دی او کپتاني یې هندی لوبغاړی هاردیک پانډیا کوي.

داسې ویل کیږي چې شاوخوا ۱۷ افغان لوبغاړو دا ځل د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره خپل نومونه بولۍ ته ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي