عمران خان:

طالبان هېڅ یو بدیل نه لري، نړۍ مجبوره ده تعامل ورسره وکړي

25 دلو 1400 ساعت 8:27

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو هېڅ بدیل نشته او نه هم بدیل لري.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو هېڅ بدیل نشته او نه هم بدیل لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې له سي اېن اېن تلوېزیون سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، نړۍ اوس مجبوره ده، چې د چارو د مخه وړلو لپاره طالبانو سره تعامل وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر په ټينګار سره ویلي، نړۍ به لرې يا ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

عمران خان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له شپږو میاشتو راهیسې طالبان واک ته رسېدلي، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

اسلامي امارت وايي، دوی د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او نړۍ یې باید په رسمیت وپېژني.

خو نړیوالو د یوې او بلې پلمې په کولو سره تر اوسه پورې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 147804

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147804/

جمهور
  https://www.jomhornews.com