۰
عمران خان:

طالبان هېڅ یو بدیل نه لري، نړۍ مجبوره ده تعامل ورسره وکړي

دوشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۷
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو هېڅ بدیل نشته او نه هم بدیل لري.
طالبان هېڅ یو بدیل نه لري، نړۍ مجبوره ده تعامل ورسره وکړي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو هېڅ بدیل نشته او نه هم بدیل لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې له سي اېن اېن تلوېزیون سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، نړۍ اوس مجبوره ده، چې د چارو د مخه وړلو لپاره طالبانو سره تعامل وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر په ټينګار سره ویلي، نړۍ به لرې يا ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

عمران خان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له شپږو میاشتو راهیسې طالبان واک ته رسېدلي، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

اسلامي امارت وايي، دوی د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او نړۍ یې باید په رسمیت وپېژني.

خو نړیوالو د یوې او بلې پلمې په کولو سره تر اوسه پورې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي