اسوشیټډ پرس:

د طالبانو په راتګ سره افغانستان امن خو غریب شوی دی

27 دلو 1400 ساعت 7:59

اسوشیټډ پرس پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ د شپږ میاشتې پوره کېدو په مناسبت راپور خپور کړی وايي، د امارت په راتګ سره افغانستان کې امن ټینګ شوی دی.


اسوشیټډ پرس پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ د شپږ میاشتې پوره کېدو په مناسبت راپور خپور کړی وايي، د امارت په راتګ سره افغانستان کې امن ټینګ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپور کې ویل شوي، که څه هم خلک ځانونه امن احساسوي، جګړې پای ته رسېدلې دي خو خلک تر پخوا غریب او نا هیلې شوي دي.

راپور کې راغلي، چې ښځې په بازارونو کې ګرځي، خو کارونه نشته او فقر خپل اوج ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاته کړې، له افغانستان څخه د مسلکي او پر کار پوه وګړو مهاجرت ډېر شوی دی او خلک هڅه کوي چې بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي.

راپور وايي، د افغانستان اقتصادي وضعیت هم په بېسارې کچه ځپل شوی او که چېرته دغه هېواد په اوسني وضعیت کې یوازې پرېښودل شي نو تر ټولو سخت بشري ناورین سره به لاس او ګریوان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147873

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147873/

جمهور
  https://www.jomhornews.com