۰
اسوشیټډ پرس:

د طالبانو په راتګ سره افغانستان امن خو غریب شوی دی

چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۹
اسوشیټډ پرس پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ د شپږ میاشتې پوره کېدو په مناسبت راپور خپور کړی وايي، د امارت په راتګ سره افغانستان کې امن ټینګ شوی دی.
د طالبانو په راتګ سره افغانستان امن خو غریب شوی دی
اسوشیټډ پرس پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ د شپږ میاشتې پوره کېدو په مناسبت راپور خپور کړی وايي، د امارت په راتګ سره افغانستان کې امن ټینګ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپور کې ویل شوي، که څه هم خلک ځانونه امن احساسوي، جګړې پای ته رسېدلې دي خو خلک تر پخوا غریب او نا هیلې شوي دي.

راپور کې راغلي، چې ښځې په بازارونو کې ګرځي، خو کارونه نشته او فقر خپل اوج ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاته کړې، له افغانستان څخه د مسلکي او پر کار پوه وګړو مهاجرت ډېر شوی دی او خلک هڅه کوي چې بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي.

راپور وايي، د افغانستان اقتصادي وضعیت هم په بېسارې کچه ځپل شوی او که چېرته دغه هېواد په اوسني وضعیت کې یوازې پرېښودل شي نو تر ټولو سخت بشري ناورین سره به لاس او ګریوان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي