پاکستان بیا پر کونړ ولایت راکټي بریدونه کړي دي

27 دلو 1400 ساعت 10:47

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ فرضي کرښې له هغې خوا پر کونړ ولایت د توپونو بریدونه پیل کړي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ فرضي کرښې له هغې خوا پر کونړ ولایت د توپونو بریدونه پیل کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کونړ کې د طالبانو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پاکستان د کونړ ولایت په سرکاڼو او مرورې ولسوالیو بریدونه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، د سې شنبې له مازدېګر راهیسې د پاکستان له خوا ډزې روانې دي او دوی مساله له کابل سره شریکه کړې ده.

تر اوسه د دې ډزو په اړه اسلام اباد څه نه دي ویلي او د مرګ ژوبلې خبر هم نه دی ورکړل شوی.

خو د ډیورند له کرښې سره نژدې یو شمېر کسانو ویلي دي چې کډې یې نورو سیمو ته بار کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147889

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147889/

جمهور
  https://www.jomhornews.com