۰

پاکستان بیا پر کونړ ولایت راکټي بریدونه کړي دي

چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۷
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ فرضي کرښې له هغې خوا پر کونړ ولایت د توپونو بریدونه پیل کړي دي.
پاکستان بیا پر کونړ ولایت راکټي بریدونه کړي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ فرضي کرښې له هغې خوا پر کونړ ولایت د توپونو بریدونه پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کونړ کې د طالبانو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پاکستان د کونړ ولایت په سرکاڼو او مرورې ولسوالیو بریدونه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، د سې شنبې له مازدېګر راهیسې د پاکستان له خوا ډزې روانې دي او دوی مساله له کابل سره شریکه کړې ده.

تر اوسه د دې ډزو په اړه اسلام اباد څه نه دي ویلي او د مرګ ژوبلې خبر هم نه دی ورکړل شوی.

خو د ډیورند له کرښې سره نژدې یو شمېر کسانو ویلي دي چې کډې یې نورو سیمو ته بار کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي