امریکا:

د افغانستانۍ د شتمنۍ په اړه د بایډن خبرې ناسم تعبیر شوې دي

28 دلو 1400 ساعت 7:14

په قطر کې د امریکا سفارت شارژدافیر جان جانسن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستانۍ د شتمنۍ په اړه د بایډن خبرې غلتې تعبیر شوې دي.


په قطر کې د امریکا سفارت شارژدافیر جان جانسن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستانۍ د شتمنۍ په اړه د بایډن خبرې غلتې تعبیر شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي دیپلومات زیاته کړې، امریکا د داسې لارې د پیدا کولو په لټه کې ده، چې وکړۍ شي د افغانانو شتمنۍ بېرته دوی ته ور وګرځوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست هم ویلي و، چې د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بایډن خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

دغه راز پرون سپینې ماڼۍ هم ویلي و، چې د افغانستان ۳.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ د بشري مرستو لپاره ده او ۳.۵ میلیارد ډالر نور د محکمې تر پرېکړې پورې پر خپل ځای دی او پر چا نه وېشل کېږي.

د یادونې ده، چې بایډن اوونۍ وړاندې د یوه فرمان له مخې د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ ۳۰۵ میلیارد ډالر امریکا کې د سپټمبر ۱۱ مې پېښې قربانیانو ته ځانګړې کړې ده.

خو د بایډن دغه اقدام په افغانستان، امریکا او ان په نړیواله کچه له غبرګون سره مخ شو او بایډن یې د افغانستان د شتمنۍ پر غلا تورن کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147911

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com